...

نظم الدین ندرت

نن څۀ نا اشنا رویه سایې وکړه منم

کرکه رانه خپل وجود پدې وکړه منم

تا هم منتشر تر سماعتو کړم هوا!

هو بې پردګي خو مې ډیوې وکړه منم

وخته! چې را رسي تر امکانه یو سړی

ځه! که یو دمه دې تر هغې وکړه منم

ستا همزباني به هم معلومه شي آئینې!

ګورم کۀ لمبه دې راپسې وکړه منم

زۀ ومه ندرته! کۀ د وخت نقاد پۀ حق

ځه چې فیصله څۀ زمانې وکړه منم