نظم الدین ندرت
زندګي
څۀ خو د تکمیل او نیمګړتیا کېسه وه
د
لا تمامې افسانې تر شا ریښتیا کېسه وه
یا
به د وخت د خدایۍ څۀ مختلف دور ؤ
یا
به زما د بندګۍ بیخي جدا کېسه وه
بلها
موده وشوه ډېوې ورکې رڼا نه کوي
پدې
کوټه کې کوم چا کړې د هوا کېسه وه
زما
انا او د دنیا د معرفت نه مخکې
د ګمنامۍ
څۀ عجیبه غوندې اشنا کیسه وه
ندرته!
ژوند ؤ د هجوم پۀ ښاریه کې روان
او دې هجوم کې څۀ خوفناکه د چپتیا کیسه وه