...

نظم الدین ندرت

لۀ خوشفهمۍ حاصل عذابه! تېر وتلی یمه

بخښنه غواړم انتخابه! تېر وتلی یمه

ستا د وږمو سخنوري مې پوهوي لګیا ده

او زۀ ګمان کووم ګلابه! تېر وتلی یمه

اخ! که ممکنه وي پۀ خپلو خاپو بیرته را تګ

د زندگۍ شور او شتابه! تېر وتلی یمه

د لفاظۍ نرم کرداره! لۀ هر چا دې اورم

پۀ مخ د هر سړي نقابه! تېر وتلی یمه

زۀ هره شپه محاسبه د تللې ورځ کوومه

زۀ لکه چا سره حسابه! تېر وتلی یمه

اوف! زما تنده او فریب ستا د نظر ندرته!

اوف!،اوف!، څپه، څپه سرابه! تېر وتلی یمه