نظم الدین ندرت
بې ځوابه
شوم، منې؟ مکالمه کې
یوه
ورځ د آئینې مکالمه کې
سینه
داغ لکه فانوس غلی ولاړ وم
د
هوا او د ډیوې مکالمه کې
زۀ
خبره پۀ اصلي مطلب را تاو کړم
او
تۀ سترګې اړوې مکالمه کې
اوس
مې زړۀ د عقل پښو ته غورزولو
حُسنه!
ولې را لوېدې مکالمه کې
کنارې
دې پۀ څپو یوړې ظالمې!
حاشیو
خوا ته وتې مکالمه کې
فاش
ګویي د خپل غزل ګڼه ندرته!
لکه
شرحه د لېمې مکالمه کې