...

نظم الدین ندرت

فقرزده مې د خواهش کرامتونه هم وو

که را پۀ غاړه شرمسار محبتونه هم وو

ما خپل جنون پۀ داسې لرې بیابان کړو روان

چې خبریدم راپسې وتي سړکونه هم وو

زۀ د فرار پۀ هیڅ صورت لۀ انا وتی نۀ یم

زۀ پۀ سایې پسې پۀ ماپسې خاپونه هم وو

ستا د غوصې نه پس مې دې ټکي ته هم شو نظر

د جمالیاتو پۀ مذهب کې دوزخونه هم وو

هیچا و نۀ لیده پۀ خپل خپل مخ پرته حیراني

څۀ که ژوند ښار ؤ، د هندارو دکانونه هم وو

خدای خبر چا به پورته کړي وي حتمي ندرته!

یو زړۀ مې ایښی ؤ پۀ لار او څو ګلونه هم وو