...

نظم الدین ندرت

که لازمي نۀ وه پۀ ما پورې سایه ولې بیا

وه پۀ خلل د تنهایۍ کې راسره ولې بیا

زۀ خو یې مخ ته د ولاړ ساعت پڅیر وم ولاړ

لکه لمحه راسره نۀ ایساریده ولې بیا

مونږ خو دعوه د کوم شعور پۀ ارتقاء کوله

تایدیده د عادتونو نظریه ولې بیا

رایګاني ده د شهرت، ښه نو خرڅیږي لا هم

پۀ دکانونو کې هندارې سرچپه ولې بیا

چې پۀ زوال یې د امکان یمه خبر ندرته!

پۀ هغه لار مې ځان ته ورکړله دوکه ولې بیا