نظم الدین ندرت
تګ د تخلیق پۀ نویو لارو ښۀ مزيد غواړمه
پۀ کلیشو د چلیپا کرښې کشید غواړمه
مشاعره ده او زۀ یو ټکی شعار نۀ لرم
صوتِ حال دى زۀ غزل ما بعدجديد غواړمه
پۀ تا د وخت لۀ شرمسارو هنګامو ویره ده
ځان ته سزا د خاموشۍ لږه شدید غواړمه
درپسی ګورم لۀ وروستي يو ملاقت نه وروسته
خدای پاماني به د بخښنې پۀ تقلید غواړمه
زۀ لۀ حالاتو انتقام پۀ نوي رنګ اخلمه
زۀ د حُسین قصاص کې سترګې د یزید غواړمه
چې لۀ چا پس مې ورته کړلو مخامخ ندرته!
دا لۀ هندارو نه د کوم سړي تهديد غواړم