نظم الدین ندرت
د ښار لۀ رنگارنگ منظرونو
د خړ پړ کلي پۀ ورانې هدیرې را تیر شوم
پۀ خاورو سپیرې پانڅې مې وڅنډلې
پۀ نري باد خواره ویښتان مې د لاس
پۀ پنجه واړول
لۀ خاورو سره خارو وجودونو ته مې یو مسک سلام وکړو
د دنیا لۀ هوا مې مغروره اوږده ساه واخسته
پۀ ناز ناز مې قدمونه پۀ ځان پسې
روان کړل
تر شا پۀ قبرونو ولاړو جنډو راپورې
پۀ پړق پړق وخندل