نظم الدین ندرت
پۀ څوکیو پرتو ګردونو
د څو زره کالو
پخوا بدرنګي اغوستې وه
زما د جیب
مارکرونو
پۀخپلو وچو شوو
اوښکو پسې سر واهۀ
بهر د ونې پۀ ښاخونو
ناستو مرغیو د
شعور د زوال ترانې ویلې
ګستاخو هواګانو
د چا د نشتون پۀ یاد پۀ کړکیو شوخي کوله
پۀ میز د پرتې
حاضرۍ پاڼو
د بیا قاهقا،قاهقا خندا تمثیلګري کوله
او ما د کلاس پۀ
تخته
د خپلې خاموشۍ
تر عنوان لاندې
ستا د محرومیتونو چیغې رسمولې