...

نظم الدین ندرت

منتشره چې شغلې شغلې رڼا شوه

کائیناتو دې هستې بیانوله

په حیرت ؤ نا بالغ سماعتونه

چا د چا لن تراني بیانوله

 

د ګمان سراب سراب مې دی راوړی

د ایمان تنده مې اب د شهود غواړي

ورک د خپلې ګمنامۍ پۀ طور ولاړ یم

د هوس موسَی مې اوس هم وجود غواړي

 

د فنا نه پس که بیا انانیت وي

سلسله د نرګسیت په بقا وینم

که سجده وي پۀ غرض د سپینو حورو

ژونده!  زۀ دې په مرۍ کې رڼا وینم

 

ستا د هست پۀ تجسس ومه رحمانه

دا دې څومره علامات مخې ته راغلل

د شعور لۀ روشندانه مې غوښتلې

ستا پۀ لټه کائنات مخې ته راغلل

 

هر تخلیق کې بِلا کیف لاسونه وینم

د رنګونو وجودونه حسومه

د ندرت د تفکر تر کیفیاتو

ربه ستا د هست رازونه حسومه