...

نظم الدین ندرت

دا لا څۀ لادرکي ده

راشه لاس راکه لار غواړم

د ادراک سماعتونه

د هندارو پۀ لار غواړم

د خلا پۀ انجمن کې

لکه غږ انتشار غواړم

 

را نازل بیګانګي ده

څۀ رشته خو د ذات راکه

پاشل شوي مې حواس دي

راشه لږ محسوسات راکه

 

د جنون تر کیفیته

د صحرا وجود کې راشه

لکه خاپ د رهګزرو

ګام پۀ ګام سجود کې راشه

 

دم پۀ دم عین الیقین شه

حقیقت سترګو کې راوړه

نا اشنا مې هر اندام دی

معرفت سترګو کې راوړه

 

لا زمانه ملاقات شه

لا تمام مې پۀ مخ تیر شه

د شفق لباس ته ورته

هر ماښام مې پۀ مخ تیر شه

 

راشه زۀ هم لۀ خپل ځانه

څۀ فرار غواړم که وشي

چې قدم لۀ ذاته واخلم

دومره لار غواړم که وشي

یو لمحه د شهود راکه

بس یو کار غواړم که وشي

د خلا دې انجمن کې

یو دیدار غواړم که وشي