...

صاحب شاه صابر

د نمر شوخ مړاوی دی د تود بد نه یې دم ختلی

د لوړو غرونو په سر داسې په مزه مزه ځي

لکه چې  اوړي کې د لَو د ورځې ستړی د هقان

د اوبه خور په شپه پټي تته په دمه، دمه ځي

 

نه مې د نظر سوځوي نه مې د زړه اور سړوي

داسې نیم ژوبله ساړه شوي یې د مخ تاوده دي

لکه په دور د ګرانۍ کې ګلالي مزدوران

وخت تېروي خو داسې وخت چې نه ژوندوي نه مړه وي

 

زیړې ېبیخلې بلوشو په درزیدلو زړونو

د هرې ونې د هر ښاخه داسې غېږ تاوئ

لکه مئین ځي په روزګار پسې پردي وطن ته

او د رخصت په وخت کې خپل جانان ته غاړه ورکئ

 

سپینې وریځ ته د فنا په اخري سلګو کې

داسې په مینه د شفق په ګلبدن کې ګوري

لکه د لوظ د وفا غېږ کې مرګونی مئین

د اشنا سترګو ته په وخت د ځنګدن کې ګوري

 

زه د حالاتو د جانان د مازدیګر سترګو کې

د ژوند د حده تماشه کومه نمر ته ګورم

د تخیل ډیوه په لاس د خپل نظر په اوږو

په کاېناتو کې د خپل وطن منظر ته ګورم