صاحب شاه صابر
سپینې سپوږمۍ چې په مزه
مزه په یره یره
ستا د یادونو ډیوي راوړې
د زندان کومي ته
د هر قدم هرې ښکالو یې
په مزه په مینه
زما د هر پرهر د هر زخم
دعا اخسته
که توره شپه وه که تیاره
وه که دجیل یره وه
زه ددې ټولو په یوه ساه
یو قدم ووتم
په توره شپه کې په یو
خیال یوې ادا پسې تلم
د ژوند په لاره په یوه
منډه په تا پسې تلم
نه مې په ځان نه مې په
جیل نه په تیاره څه کار و
د هرې ساه سره مې ستا
ښکلی نوم خولې له راتلو
د هر امان په هر یو زخم
کې مې ته خندېدې
د زړه په هر پرهر کې مې
ته غړېدې
هریو تکل مې ستا د زلفو
په وږمو کې ډوب وو
هریو قدم مې ستا د سترګو
په نشو کې ډوب وو
که د پښتو خوشبویو قحط
که د ګلونو بیاج وو
خو د مئین زړه د جولۍ نه
د وږمو بوی راتلو
په هره لار ستا د نازونو
ګلدستې خورې وې
په هر قدم د محبت د ګل
وږمې خورې وې
د وخت ښکالو به بیرته
تله زه یې ماضي ته بوتلم
زه یې ستل خواله ستا د
زلفو په موڅه دروستم
ستا خواله درغلمه ستا په
څنګ کې کیناستم
تا رانه لاس تاو کړ تا
ښکل کړمه تا وپېژندم
تا د بڼو په سر په سترګو
کې ګیلې کولې
مانه ځان هیر وو ما د نه
در تلو بانې مولې
ستا د ملالو سترګو غېږ
کې نشي ګډیدې
زما د زړه د مات رباب په
تار نغمې غږیدې
خو د زندان د د وره
سیخونو مې سودا خوره کړه
د زنځیر شړنک مې ستا په
یاد جوړه دنیا ورانه کړه
د سپوږمۍ ترمې یخې یخې
او اوده پلوشې
تیرې چړې شوې په رخمونو
کې مې ښخې شولې
د شپې تیارو مې د ارمان
په مرۍ ګوتې کېښوې
ستا د یادونو ډیوې مړې
نشوې خو تشې شولې