...

صاحب شاه صابر

د یار د کلي د کوڅو خبرې نوري دي اوس

د محبت د لېونو خبرې نوري دي اوس

نه په اقرار کې مینه شته نه په انکار کې خلوص

د هغه سترګو د بڼو خبرې نورې دي اوس

ګورې وریځې ژاړي نه د زلفو سیوري ته خوب

د زړه د نوو تقاضا خبرې نورې دي اوس

چې هر سهار به یې په مونږ د غم زېری کوو

د هغه نمر د پلوشو خبرې نورې دي اوس

د ظالمانو وار خطا د تېښتې رو نه مومي

د مظلومانو د سلګو خبرې نورې دي اوس

د ژوند دفن د ارتقاء په تسلسل مې قسم

د خیر و شر د سلسلو خبرې نورې دي اوس

صابره خدایزده په تا کوم نوی الهام شوی دی

ستا د غزل د باریکو خبرې نورې دي اوس