صاحب شاه صابر
حسن دې ژوندې
وي نور څه نه غواړم
زړه چې مې
زلمې وي نور څه نه غواړم
زه د چا نظر
د تندې سوی یم
ډکې دې کاسې
وي نور څه نه غواړم
زړه کې چې مې
ستا د ذکر شمع وي
خیر که تیارې
وي نور څه نه غواړم
هر ځای دې
ګلونه چمنونه شي
هرخوا دې
وږمې وي نور څه نه غواړم
بس چې د همت
په دعا رنګ یمه
لارې دې
اوږدې وي نور څه نه غواړم
خیر دی که
زما په زړه تڼاکې وي
ستا باڼه دي
لوې وي نور څه نه غواړم
هغسې صابر یم
د زړه وینې څښم
زلفې چې خورې
وي نو څه نه غواړم