...

صاحب شاه صابر

علامه د سپرلي زیری د سحر دی

چې احساس مې لکه ګل په زړه پرهر دی

دسحر د قافلې رهنمایي کړم

که په زمکه یم په ستورو مې نظر دی

پښتون هغه د پښتو پالونکی هغه

چې د هر دور مغولو ته خیبر دی

ستا د غم پېټی مې هغسې په سر دی

ستا د زلفو تر منزله یې خوب نشته

زړه کې ډیر شوګیر ځپلی مسافر دی

چې زما د زړه د زخم په کور پرېوت

ستا د سترګو غشی څومره زورور دی

د سپرلي د وږمو هر سړی اشنا شو

د ګلونو په زړه چاودي څوک خبر دی

د تیارو ایمان به لږ ساعت له معلوم شي

له صابر سره سپوږمۍ، ستوري لښکر دی