صاحب شاه صابر
چې نظر مې د
تیارو په تت آئین شي
د رڼا په
انتظار مې کلک یقین شي
زما د زړه دې
لکه ګل د غمه وچوي
خو د وخت سپرلی
دې ستا غوندې حسین شي
چې په هر
خیال یې د وخت استعمار بلوڅي
ستا په حسن
مې ګمان د فلسطین شي
چې د خیال په
تاتره مې قدم کېږدي
په غورځنک یې
د نازونو اباسین شي
د باګرام
ترکه چې خال په تندی کېږدی
په طلب یې
ښاپېرۍ د چین ماچین شي
زما زړه سره
د عقل څه ماشوم دی
ځان پرې وژني
چې په کوم سړي مېن شي
چې د ژوند په
خوږو پویه شي صابره
خود بخود به
د یارانو زړونه سپین شي