صاحب شاه صابر
لکه د ستورو
قافله د کهکشان په قدم
ځي د عدن په
تکل ګرځي اسمانونه ګوري
لکه د نمر د
مخ بڅری د ښکلا په لټون
د پلوشو په
لور راځي ګلستانونه ګوري
لکه فضا کې
سپینه سپینه غړوسکې غړوسکې وریځ
چې وي روانه
د ښاېست په لټون غرونه ګوري
یا د اوبو په
تکل سیل د تندغرو زاڼو
چې د هوا په
اوږو الوځي ملکونه ګوري
لکه قطره
قطره شبنم د ژوند د حسن په نوم
د ګل د زړه
پرهر له پهې د وږمې جوړوي
یا د نازک
سهار په روڼ جبین مېنه غونچه
د شپې سینه
کې ګل ورینه هنګامې جوړوي
یا سپینه
واوره ځي مستۍ له سمندر ته درومي
ځې په دریاب
کې په مزه مزه چپې جوړوي
یا د ژوند
پرست اورور کی چې د مزل ستړو ته
تورو تیارو
کې د ځانونو نه ډیوې جوړوي
خو!
ناڅاپې پرې
خونړۍ سیلۍ لښکرې وکړي
داسې طوفان
شي چې همه کاېنات وجړقوي
پی مخو ستورو
له تودې تودې سپېړې ورکړي
په زور زیاتي
یې د سپوږمۍ تیارو ته وغورځوي
د پلوشو په
لار د غم تورې تیارې خورې شي
په سرو بڅرو
وارخطا سرونه وګرځوي
د هغو ګلبدن
په ګرمو شګو وسوځوي
د زاڼو سیل د
کوه قاف تیارو ته ورسوي
سپینو غړوسکو
په سینو کې سنکینونه ښخ شي
ورېځ پرهر شي
د موسم شباب په وینو سور شي
د مرګ په مړو
ګوتو کې مړه اورور کي اومروړي
د ژوند سرمات
شي د ښکلا کتاب په وینو سور شي
زما د مینې د
وفا خیالونه هم دغسې
تله د غزل په
بڼو الوت مزل یې کوو
خو د اشنا
ناڅا په مرګ پرې پښې لاسونه شل کړه
ګنې روان وو
د ښاېست د نیا ته زغل یې کوو