صاحب شاه صابر
د سپرلي د
پېرزونو امتیاز دی
چې په دار مې
د بیدار جنون آواز دی
د سحر د لیدو
شوقه مبارک شه
د تیارې په
تندي لیک د رڼا راز دی
زه د مینې
لېوني یمه سرکش یم
ګنې تاته
برند کتل د چا مجاز دی
دښاېست د
پسرلو عمر دې ډېر شه
چې زما د
زړګي زخم پرې ښېراز دی
هنرمند ته د
مرام سپوږمۍ ودېږي
اورېدلی مې
بېګا د ستورو ساز دی
چې صابر
غوندې کافر پرې ایمان راوړ
هغه سترګو ته
په حقه په ځان ناز دی