...

صاحب شاه صابر

لکه ګل په خپلو وینو کې موسکی شوم

تا په خپل یقین کې مړ کړم زه ژوندی شوم

تا په یو ظلم په زور خاموشه ولم

زه باغي شوم د هر ظلم مخنیوی شوم

سور بڅری د احساس د انغري یم

د هوس په شیش محل بلې لمبې شوم

د حالاتو د وحشت په ترږمو کې

د یارانو مخکې ځم اور ورکې شوم

 دا دی هغه دی قیامت د انقلاب شو

د انسان وینه وم څه بې ګناه توی شوم

تا د خپل هوس وحشت ته قرباني کړم

زه ذبیح ابن خلیل د زمانې شوم

په صلیب چې مې د وینو ستوری بل شو

حوصله د لېونو د قافلې شوم

مدعا مې ستا تر زلفو رسېدل دي

چې د عقل نا پوره شوه لېوني شوم