صاحب شاه صابر
د سحرونو
دنیا لرې نه ده
هغه ده ښکاري
رڼا لرې نه ده
زما جنون په
صحرا نه خوښېږي
ګنې د ښاره
صحرا لرې نه ده
د پسرلي
علامو ساه واخیسته
د زنځیرونو
شړنګا لرې نه ده
د ظالمانو
پېژنده اسان شو
د مظلومانو
ژړا لرې نه ده
د دوزخونو
دروازې ماتېږي
د جنتونو هوا
لرې نه ده
اوس به د هر
سړي ایمان معلوم شي
اوس د جامونو
ګړنګا لرې نه ده
صابره لږ دې
زړه ته صبر ورکړه
راځې ښکالو د
اشنا لرې نه ده