...

صاحب شاه صابر

مستي چې پکې نه وي محبت چې پکې نه وي

محفل دې وخوري سر د ژوند صفت چې پکې نه وي

باغي یمه د هغه روایاتو نه منکر یم

درک د زندګۍ د صداقت چې پکې نه وي

رواج د محلونو څنګه ومنو یارانو

د خاورې د کورونو حفاظت چې پکې نه وي

په دغسې مجبورو پسرلو خو دې لعنت وي

د زخم د سپړدلو اجازت چې پکې نه وي

نه زړه نه پسرلی نه ګلستان نه د ژوند ساز دي

احساس د ګلبدنو د زینت چې پکې نه وي

په څښو کې به څه خوند وي د نشې به څه مزه وي

د یار د خوبولو سترګو ست چې پکې نه وي

صابره هغه سترګو ته ځای ورنکړي په زړه کې

د مینې خوبولو علامت چې پکې نه وي