...

صاحب شاه صابر

په ګل سوکړه ده ګلبدنو ته حالات ښه نه دي

سپرلي ته، مینې ته، مئېنو ته حالات ښه نه دي

په مېخانه کې احتساب او خاموشي دیره ده

د څکو لیوالو ته خوږمنو ته حالات ښه نه دي

بیا د جانان او د جنون غېږه ازغي ازغي ده

بیا ګرېوانونو ته لمنو ته حالات ښه نه دي

څه د وفا، څه د اقرار، څه وعدې لېوني

د ښکلا واړه آرزومنو ته حالات ښه نه دي

خاموشۍ زه او ته په سترګو کې پوهېږو سره

په خولې خبرو ته، پوښتنو ته حالات ښه نه دي

صابره زړه خوره انتظار کوه په دې صحرا کې

د ژوند خبرو ته غوښتنو ته حالات ښه نه دي