...

صاحب شاه صابر

د انتظار د دار په سر ژوندي یو

په تمه ستا د یو نظر ژوندي یو

د عشق اعجاز نه دی نو څه دي ساقي

ستا له محفله چې بهر ژوندي یو

د زلفو سيوري ته د خوب په ارمان

د انتظار په ستړي نمر ژوندي یو

د پیښور د کنګوسو په تمه

د خاموشۍ په لوی خیبر ژوندي یو

په مونږ آبادې ویرانې د ژوندون

مونږ لکه ګل پخپل پرهر ژوندي یو

مونږ د حالاتو د پښتو روزلي

مونږ په سنګر مرو، په سنګر ژوندي یو

مونږ د احساس د سمندر لامبوزن

مونږه د مينې په سمندر ژوندي یو