...

صاحب شاه صابر

په خوبونو مې د چا زلفې خورې شوې

چې خیالونه مې سازونه شو، نغمې شوې

چې د زلفو انتظار یې شپه اوږده کړه

شوګيرې د تلوسو غېږ کې اودې شوې

که په هر ښکلي کې بې له تا کمی دی

خو په هر ښکلي مې ستا سترګې خوږې شوې

خوب خېالونه شو بیګا چې ته رانغلې

په زړه بلې د سپوږمۍ ستورو ډیوې شوې

بې شعوره زنځیرونو خدای مومل شه

د شعور د خاموشۍ غېږ کې لمبې شوې

چې زما څیرې ګریوان ته د ګل پام شو

په چمن کې ستا د حسن تذکرې شوې

ما توبه کړه د شرابو انکاري شوم

چې ماڼو پله څنګزنې مېکدې شوې