صاحب شاه صابر
که د هوس د
سمندره قرض کړي وریځ
شپه د سپوږمۍ
د پلوشو په ګلبدن خوره کړي
که د غضب د
دریابونو په سوال غوښتې لړه
د کهکشان د
رڼو ستورو په بدن خوره شي
که د بارودو
د تود کان تبې نیولې هوا
په روغ وجود
په معصوم حسن د ګلشن خوره کړي
که د شکي
ماحول د زړه درزا د وهم لړه
لکه د پرخې
په ګلونو د چمن خوره کړي
که د تور
وحشي غرونو د څوکو سنګینونو په لاس
په هره هسکه
سروه هر نښتر څوکۍ ودروي
که وچ تنګو د
غټوغټو کاڼو ډکې جولۍ
زرکو تنزرو
ته د عشق په غر څوکۍ ودروي
که د غضب او د نفرت چړې په بډه تیاره
د شاهینانو د
الوت په سر څوکۍ ودروي
که د فریب
خدایان د چل هنر تیارې په لاسو
د افق څنګ کې
د سبا په در څوکۍ ودروي
که د شعور په
غږ اږ غوږ سیکه راووري
په ښاریو کلو
کورونو خاموشۍ خوره کړي
که د شاعر
احساس د زلفو په دار وځنګوي
قلم نشه کړي
په فکرونو خاموشۍ خوره کړي
خو!
د تاریخ د
ارتقاء په سلسلو مې قسم
د کاېناتو د
فطرت په تقاضو مې قسم
د شپې لښکرې
د سهار مخه نیولی نشي
تورو تیارو
کې د رڼا احساس وژلی نشي