صاحب شاه صابر
چې د چمن د هر یو ګل په ډنډر
د ګل ډیوه بله شي
د وږمو ډکه مینه مینه
ډیوه
رڼا او سپېنه ډیوه
چې رڼاګانې کوي
چې خوشبوی خوروي
چې په هر زړه غوړېږي
چې هر نظر رڼوي
هر څوک ترې خوند اخلي
هر څوک ترې ژوند اخلي
چې د ښاېست د مستو پېغلو
حورو
د رڼو سترګو په اوږدو
بڼو کې
ستوري ټالونه جوړ کړي
د پلوشو ټالونه
او د رسمونو تیارې
د رواجونو لړي
د ژوند د سترګو د خماره
لر کړي
چې د مستۍ د کهکشان
پلوشې
د غم دنیا ورانه کړي
دظلم اور مړ کړي
مجبورۍ ورکې اسویلي فنا
کړي
زړه چاودي ژوند او زړه
چاودون ورک کړي
د احساس شمع په هر کور
هره بلۍ بله شي
هره کوڅه رڼا شي
هر زړه د مینې ډک شي
د یو او بله ځار شي
د جنګ پیریان فنا شي
بم او بارود تباه شي
ټوله دنیا یوه شي
ټول انسانان یو شي
غم او ښادي یوه شي
درد او درمان یو شي
نوې دنیا جوړه شي
نوی انسان پیدا شي
دغه سپرلي به په رښتیا
سپرلی وي