صاحب شاه صابر
د اختر میاشت لکه د مستې
پېغلې
ماته موسکې شوه وې وی
هسې دې ژوند خاورې کړ
هسې دې ځان خراب کړ
نه په سپرلي خبر شوې
نه په ځوانۍ پویه شوې
ژوند د ښاېست د حنتونو
ګودی
ځواني د مینې د نغمو
ښاپېرۍ
تا حرام کړي په ځان
نه دې ترې خوند واخست
نه دې ترې رنګ واخست
د اختر میاشت لکه د مستې
پېغلې
ماته په سترګو کې موسکۍ
شوه وې وی
د اندېښنو اورونه
د تلوسو فکرونه
د زړه نه لرې باسه
دغه فکرونه پرېږده
دردونه لرې اندېښنې
پرېږده
لږ رانزدې شه ماته
راشه را غاړه وځه
زه خوشحالي درکوم
مبارکي درکوم
زما د یخو پلوشو په رڼا
د زړه زخمونه وینځه
مړاوې ګلونه وینځه
د مستۍ تار وچېړه
د ځوانۍ خوند واخله
ما وی په نوې سپوږمۍ نوې
پېغلې
ستا نه لوګې شم
ځار شم
ته څه خبر یې چې زما په
زړه کې
ستا د راتلو په امید
څومره پسرلي خندیده
ته څه خبر یې چې د شپې
تیارو کې
ما ستا یاد په رڼا
ستا د راتلو په طمع
څنګ انتظار کړي دی
څنګ شوګیرې کړي دي
ما وی چې ته به په خندا
راځې
ما وی چې ته به خوشحالي
راوړې
زما د یاد ډیوې زما د
امیدونو رڼا
ما وی چې ته به د تیارو
زړه چوی
ته به وریځ ور کوې
ته به رڼا راولې
خوږه پسته او نرمه نرمه
رڼا
خو!
ستا نه لوګی شم ستا د
نومه ځار شم
زه څه خبر ومه چې ستا د
زړه به هم
لکه زما زړه د زخمونو ډک
وي
د غریو نیولو لېونو
رخمونو
چې د خندا په غېږ کې نه
پټېږي
د نرمو شونډو د نازکې
خندا
ستا د زړه درد خاندي
زخمونو ښکاري
ته چې په ما د اختر زېری
کوی
مبارکي راکوې
زما نیازبینې سپوږمۍ
زما مئینې سپوږمي
ته چې په ما د اختر زېری
کوې
مبارکۍ راکوی
زما نیازبینې سپوږمۍ
زما مئینې سپوږمۍ
اول دې خپل زړه روغ کړه
خپل پرهرونه وینځه
خپله سودا او اندېښنې
لرې کړه
بیا به زما زړه روغ کړې
بیا به ما وخندوې
مبارکۍ به راکړې
څه خوشحالي به راکړې