...

صاحب شاه صابر

هغه دوه خویندې، دوه وړې سوالګرې

د چا د دوو بې وسو زړونو قطرې

هغه معصومې د ګلونو پاڼې

دچا د زړه د ارمانونو قطرې

 

چې نه یې لوبه نه خندا پېژنده

چې نه یې ځان نه یې دنیا پېژنده

چې نه په حسن په پاکې خبر وې

چې نه یې مېنه، نه وفا پېژنده

 

چې نه په قهر په غوسه وې د چا

چې نه په سوال په دلاسه وې د چا

چې یې نفرت نه د ښمنۍ پېژنده

چې مرورې نه خپه وې د چا

 

چې نه په بد او نه په ښه وې د چا

د چا په سترګو نه په زړه وې د چا

 

چې په عزت نه په حیا پوهیدې

چې بس په سوال ا وپه پېسه خبر وې

 

چې به په سوال پسې کالج ته راتلې

چې د هر چا نه پیسې غوښتلې

چې د هر چا مخ ته لاس نیولو

چې یې د هر چا نه جامې نیولې

 

د دې ویرژن چمن د ګلو لښتو

په ډیر ادب په غریبۍ سوال کوو

د خپلو زړونو د زخمونو په نوم

د غم سپرلو د خوشحالۍ سوال کوو

 

د دوی د مخه زندګي شرمیده

د دوی په حال د انسان زړه شوکېده

د دوی د شونډو نه غربت څڅېده

د دوی په سترګو کې وطن غړېده

 

چې د سبا مېندې د نن خوېندې وې

چې د یو تن نه، د وطن خوېندې وې

چې وې ددې وطن د حسن غوټۍ

چې ددې فکر د ګلشن خوېندې وې

 

جې وې ددې بدبخته دور لوڼه

چې وې ددې نظام د راج نمونې

چې وې زمونږه د وطن خبرې

چې وې زمونږه د سماج نمونې

 

خدای خبر کوم ځای به وي، څنګه به وي؟

هغه مجبورې دوه وړې سوالګرې

خدای خبر څه به غواړي، څه په ژاړي؟

هغه دوه خوېندې، دوه وړې سوالګرې

 

خو!

زه یې عمري د زړه په نول اخته کړم

زه یې د خپل چمن په راز خبر کړم

زه یې د خپل سپیره قسمت باغي کړم

زه یې د ژوند په نوي ساز خبر کړم