...

صاحب شاه صابر

چې د حسن د سپرلو موسم قریب شي

زنځیرونه زولنې زمونږ نصیب شي

د حالاتو د نظر څه اعتبار دی

کله زه د غشو ښکار، کله رقیب شي

ښاپېري د هغې حسن نه زارېږي

چې زما د تخیل غېږ کې ترتیب شي

چې د جنګ د لېونتوب ادې مړه نه وي

نه انسان امن لیدی شي نه تهذیب شي

د صابر غوندې هوښیار لېوني برخه

سنګینونه شي، دارونه شي، صلیب شي