صاحب شاه صابر
د ژوند په
سیمه به ګلزار ورېږي
اور که په ګل
او که په خار ورېږي
د مظلوم زړه
د اسویلو وریځې
هر ځای
ورېږي، خو په وار ورېږي
ستا په کوڅه
کې رقبیان وورېدل
اوس به زما د
زړه په ښار وورېږي
ستا د خوږو
خوږو یادونو باران
سم د ماښامه
په ناتار ورېږي
ستا د ښایست
ګلونو وغوړېدل
اوس به
سپرلی، او به خمار ورېږي