صاحب شاه صابر
په ګلستان کې
اسویلي دېره دي
سوکړې په ګل
هم په ازغي دېره دي
زموږ په زړه
کې د اشنا خیالونه
د اشنا سترګو
کې پردي دېره دي
ستا د خوږو
سترګو بلا واخلمه
څه فرشتې مې
په زړګي دېره دي
نن مې د شپې
ځپلي زړه په اسمان
د رڼا ستوري
اماني دېره دي
په دې ازغو
کې د ګلونو بوي دی
په دې شپلونو
کې سپرلي دېره دي
په دې تور
ګرد کې قافلې پټې دي
په دې صحرا
کې لېوني دېره دي
زمونږ په
برخه دېرې پېښې پرتې
زمونږ په تمه
ډېر سپرلي دېره دي