صاحب شاه صابر
آزادي ده، آزادي ده، آزادي ده
خو په نوم
رښتیا خبرو پابندي ده
څه خو شته چې
د امید ډیوه مړه نه ده
څه خو دي چې
فکر وړې خاموشي ده
د حالاتو د
تیارو په زړه تیاره ده
د رڼا زلفې
خورېږي، خوشحالي ده
بیا مې چرته
په کوم ګل سترګي خوږې شوې
نن مې بیا د
نظر غېږ ازغي، ازغي ده
چې مدام د
تړمو اوښکو په خوراک شي
دا زمونږه
زندګي څه زندګي ده
خو زموږ د
وینو رنګ دی نور څه نه دي
په شفق که په
افق باندې سرخي ده
په ساده ساده
رښتیا رښتیا خبرو
د صابر سره د
ډیرو دښمني ده