صاحب شاه صابر
د جانانه
غېږو خوبونه غواړم
په انګارونو
کې ګلونه غواړم
ساقي په ګوټ
مې تنده نه ماتيږي
د هجر سوي یم
جامونه غواړم
ستا د بڼو
زمب ته غوږ ایښی دی
د زړه په
سترګو کې زخمونه غواړم
د زلفو سیوري
ته دي ساه اخلمه
زه مستۍ،
وریځې، بارنونه غواړم
د پیغلتوب
غرور یې اوس لمبه شو
د ځوانۍ عمره
څو کلونه غواړم
په دې زړه
دنیا، نوي خیالونه غواړم
ستا د خوږو
یادونو خوند اخلمه
د سپوږمۍ
ستورو محفلونه غواړم
د جانان یاد
هم د حالاتو احساس
په زړه کې
دواړه جهانونه غواړم