صاحب شاه صابر
په زړه مې د
نازونو انګارونه ږدي او ځي
دا څوک ده چې
په دی قبر ګلونه ږدي او ځي
څه مینه د
منزل څه د حالاتو مجبوري ده
جنون مې په
سکروټکو قدمونه ږدي او ځي
یاونه یې زما
د زړه تر کوره پورې راشي
د خیال په
ديوالونو مې لاسونه ږدي او ځي
د سترګو په
جامونو کې محفل ته شراب راوړي
په وچو وچو
شونډو مې پاړونه ږدي او ځي
ددې غرونو
ددغه ګړګونو نه به لوېږي
چې څوک د
لېونو په پلونو پلونه ږدي او ځي
که نن نه وي
سبا به د وفا لارې رڼې شي
مېن چې پرې د
زړونو مشالونه ږدي او ځي