...

صاحب شاه صابر

شوخي چې ستا په اننګو کې نه وه

مستي د حسن په ورشو کې نه وه

بیګاه چې ته په میخانه کې نه وي

نشه په جام او په کاسو کې نه وه

چې پکې ستا د حسن سیوری نه وه

د ژوند غرمه په دې کوڅو کې نه وه

چې په کې نه وو د اخلاص لېوني

وفا د ژوند په هنګامو کې نه وه

ستا د ځوانۍ د نوي ګل نمونه

د پسرلۍ په رنګینو کې نه وه