صاحب شاه صابر
چې په زړه مې
ستا د حسن پسرلي شي
تخیل مي کله
ګل، کله ازغي شي
زه د هغې د
رڼو سترګو دعاګو یم
چې په غیږو
کې یې مړی را ژوندي شي
ګناهګارو ځئ
چې ځو د سېلمې ورشو
چې دا کلی یا
زمږ یا د ساقي شي
په همت په
حوصله مېنان پایي
چي د زغم
مجال یې نه وي لېوني شي
د ساقي د
سخاوت که داسې حال وي
زه خو څه چې
محتسب به شرابي شي
د هغو په
برخه په ټول عمر زنځیر وي
چې نصیب یې د
صابر غوندې مستي شي