صاحب شاه صابر
چې په دې
کوڅه تېریږم چې په دې لاره تیریږم
په څه داسې
غم اخته شم چې نه مرم نه ترې رغیږم
څه مې مخکې
مخکې کېږي
څه په ذهن
راورېږي
شونډې وچې
رنګ مې زیړ شي
زړه مې بې
واره درزېږي
د وفا د خلوص
نخښې غم لړلې اندېښنې مې
چې دې وران
بتکي ته ګورم چې دې وران کنډر ته ګورم