...

صاحب شاه صابر

بیګا مې بیا په هغو سترګو لګېدلي نظر

نن مې سحر سبا د خوبه غړېدلی نظر

د خیال ډیوې مې شي د خوب د سترګو زخم مې شي

هغه شوګیرې سترګې، هغه خوبولی نظر

څه د موسم څه د حالاتو شوګیرو ځپلی

څه ستا د ذکر ستا وصل خوب خوړلی نظر

د کوم جنون د کومې مینې چې مې زړه  چاودی دی

د هغې ویرې مې په سترګو کې ساتلی نظر

زړه مې پرې خوږ نشو یارانو سرور نه راکوي

څوک پکې نشته په محفل مې اچولی نظر

نن د سحر په علامه کې د سپرلي نښه ده

د زړه په ګل مې لکه پرخه وریدلی نظر

زه غم لړلو سترګو هر ځای کې په نښه کړمه

خلکو څارلی چې مې کوم خوا اړولی نظر

مونږه تر اوسه د سپوږمۍ په طبع پويه نشو

ګني د خلکو خو اسمان ته رسېدلی  نظر

صابره! بیا د چا د شونډو په انګار دیره یې

کله دي سترګې خوږوي کله سوځیدلی نظر