...

صاحب شاه صابر

د شپي د مینې د اسمان د سره

ستورو سهار ته اشارې کولې

سپوږمۍ د لمر د پلوشو په ژپه

وخت دخپل حسن قیصې کولې

 

ونو د ژوند د زړه درد په رباب

د سوز په ګوتو سورول تارونه

شوګیرې پاڼې ګډېدې ورسره

مئېنو خانګو غږول سازونه

 

دخوب و خیال د ښاپیرو غیږو کې

د فکر و فن دنیا جوټې خوړلې

د محبت د فرشتو سترګو کې

د مئېن زړه زخمونو خولې وینځلې

 

د کایناتو د فطرت سترګو کې

میني د حسن تماشه کوله

د ژوند جنون د لېونتوب په ارمان

د جانان غیږه کې دمه کوله

 

د سپرلي زېري د امید خوشبویی

په ګلستان کې ګوټ په ګوټ خوره وه

په هره څانګه چراغان شوی وه

په هر ډنډر د ګل ډیوه خوره وه

 

په زړه آرزو لکه شبنم وریده

د تمنا غېږ لکه ګل غوړیده

د آرمان سترګو کز رڼا ځلیده

د تلوسو په مخ مستي ګډیده

 

څو که د وخت سینه کې ساه تله راتله

څو که د ژوند د عقل زړه پريوته

څو که د کلي د رواج د وېرې

په زړونو سوری د الزام رپیده

 

خو!

د کلي څنګ ته په یو روان ګنډر کې

د مینې غېږ کې لوبېده دوه زړونه

د محبت د عظمتونو په نوم

د شپې سینه کې درزیده دوه زړونه