صاحب شاه صابر
زیری د حسن د
سپرلي ورکوه
زړه ته مې څخ
خو تسلي ورکوه
ساقي په سوي
زړه مې اور بل نشي
خود، ته مې
لږه بې خودي اور کوه
ستا په مئېن
د څه پیرزو خو سهي
خیر دی که ګل
نه وي، ازغي ورکوه
زما خیالونه
ته د خیال په نظر
نوي رڼا، نوي
مستي ورکوه
کله نا کله
دې صابره زړه ته
د چا د غمه
خوشحالي ورکوه