صاحب شاه صابر
د ګل ځواني د
ګلبدن ځولۍ کې نه ځایېږي
ستا د ښاېست
سپرلی د فن ځوانۍ کې نه ځایېږي
ستا د
هوښیارو لېونو سترګو د حسن ډیوې
د عقل و هوش
د انجمن ځولۍ کې نه ځایېږي
مونږه خړوب
کړه د زلمو زړونه په ګرمو وینو
اوس به ګلونه
د ګلشن ځولۍ کې نه ځایېږي
زه امن
غواړم، حسن غواړم خو په ټوله نړۍ
د زړه درزا
مې د وطن ځولۍ کې نه ځایېږي
د حوصلې ساه
په کیندو د صبر زړه پریوزي
نور انتظار
ستا د مئېن ځولۍ کې نه ځایېږي
دژوند په
سترګو کې د وخت د درد و غم بڅري
نوز د خوبونو
د خوږلن ځولۍ کې نه ځایېږي
زمونږ د نن
مظلومیت سبا ته وار نه کوي
د وخت د نن
ظلم د نن ځولۍ کې نه ځایېږي