...

صاحب شاه صابر

څه د جانان څه د سپرلي د ښکلي خیال په خوږو

خو نازولی زړه مې لوی کړ د جمال په خوږو

یاران د شال او د شړۍ  د فرق خبري کوي

موږ د شړۍ په خوند خبر شو نه د شال په خوږو

دوی به تر څو څښي د ژوندون د حسن شهد په لپو

موږ به تر کومې مطمېن اوسو د سوال په خوږو

هغوی د میني د وفا تقاضې څه پېژني

هغه لوی شوي د احساس او استحصال په خوږو

که د حالاتو سترګې هر څومره ترخې وي اشنا

ما د ژوندون شپې ورځې خوږې کړې ستا د خیال په خوږو