صاحب شاه صابر
چې احساس د
نازنینو پرې آباد شو
د زړه وران
کلی مې بیا حسن آباد شو
ډیر خلوص مې
وفا څومره نادیده کړه
چې په هر پی
مخي ګران هر ښکلی داد شو
په یوه لحظه
مې مړ، په بل ژوندی کړي
ستا نظر هم
مسیحا شو، هم جلاد شو
د حالاتو
شیرني به تري قربان شي
خو که چا
تیشې ته ګوتې کړي فرهاد شو
په محلت د
فتوا ګرو رقیبانو!!!
د یار نوم
اخیسته کفر شو، الحاد شو
د ستم د امن
کور کې زلزه شوه
د توی شوې
وینې هو څاڅکی فساد شو