...

صاحب شاه صابر

نه مې ساقي، نه مي شراب یادېږي

ماته د یار د مخ ګلاب یادېږي

څوک چې پاکي د فرښتو یاده کړي

موږ ته جانان خانه خراب یادېږي

په خاموشۍ کې مې نغمې خوښې دي

په تنهایۍ کې مې رباب یادېږي

زموږ د مئېنو په مسلک کې خو ژوند

ځواني، مستي، حسن، شباب یادېږي

ستا موسکیتوب زما د زړه زخمونه

د سپرلي دغه دوه اسباب یادېږي

غم د حالاتو وي که درد د مینې

صابر د دواړو انتخاب یادېږي