...

صاحب شاه صابر

ماحول خاموشه ده فضا اوده ده

شپه پخه شوې ده دنیا اوده ده

په غر اوسمه خاموشي خوره ده

په ونو بوټو سوتوماني خوره ده

 

هوا ګډیږي نه مستي نه کوي

ستړې ستومانه ده، شوخي نه کوي

حسن ټوګېږي زندګي نشه ده

وږمې خورېږي خاموشي خوره ده

 

تیارو له خوب ورغلی شپه غلې ده

تیل ختمیدونکي دي ډیوه غلې ده

محفل خور شوی ده یاران تلي دي

کلی خاموشه دی، کوڅې غلي دي

 

بتکی خاموشه دیوانونه چپ دي

ګاونډیان خوب کوي کورونه چپ دي

په جماغتونو کې رڼا نشته  دی

حجرې بندي شوي دي خندا نشته دی

 

شوګیر ځپلي مزدوران اوده دي

ستړي ستومانه دهقانان اوده دي

څوک په فصلونو کې ټپي نه کوي

خبرې څوک د کارخانې نه کوي

 

زرکې خاموشه دي تنزري چپ دي

چنچڼي غلي دي، کونتري چپ دي

 

یو د اوبو د تګ اواز راځي

مسته شڼا یې لکه ساز راځي

په نزدي خوړ کې چرته لرې درومي

چې ځي اخر په خپل منزل ومومي

 

بل په آسمان کې تماشه جوړه ده

یوه پې مخې ننداره جوړه ده

ستوري په بل پسې منډې وهي

سپوږمۍ چې ځي د وريځ څنډې وهي

 

بل زه مئين په تلوسو کې ډوب یم

خوب را له نه راځي غمزو کې ډوب يم

ستړي نبضونه پوټي وار نه کوي

شوګیر زغمونه مي قرار نه کوي

 

په حسین خیال مې د چا خیال خور شوي

په زړه مې حسن او جمال خور شوي

د احساس ګل مي په اغزو کې ګیر دي

د ذهن نمرمې په تیارو کې ګیر دي

 

په تخیل مې وسوسې خورې شوي

د سوچ په لارو مې لمبې خورې شوي

د شعور زړه د عقل ښپې رپېږي

حساس غوږونه د وجدان شڼېږي

 

د روح دسترګو نه مې وینې څاڅي

شک مې د زړه نه ګوتې نه وباسي

نن هغې ژبه د راتلو کړې ده

کلکه وعده یې د پښتو کړې ده

 

خو دا دی سترګې لګي شپه په تلو شوه

بس علامه د سباوون کېدو شوه

خولا تر اوسه هم هغه رانغله

چې څه چل شوي دی، په څه رانغله؟