صاحب شاه صابر
ستا مړوندونو ته مې لاس نه رسي
د خوب خیالونو ته مې لاس نه رسي
د زړه کاسه کې د زړه وینې څکمه
ساقي جامونو ته مې لاس نه رسي
د زړه غوښتنې مې په زړه پاتې شي
د یار بامونو ته مې لاس نه رسي
پخپل تار تار ګریوان مې زړه وسوځي
د چا لاسونو ته مې لاس نه رسي
ستا په تکل تر ستورو ورسېدم
خو ستا خالونو ته مې لاس نه رسي
صابره ډېر چې دې په زړه ورېږي
هغه ګلونو ته مې لاس ته رسي