صاحب شاه صابر
که ګلستان او که صحرا لټوم
تا پسې ګرځمه او تا لټوم
دا بې خودي ده که د خود انتها
چې په هرڅه کې ستا رضا لټوم
ستا د تیارو زلفو دعا اخلمه
ستا د چبین په رڼا تا لټوم
ستا په هوښیارو سترګو ژوند سپارمه
خپل لېوني زړه له دوا لټوم
سپرلی خورې زلفې وریځې کاسې
زه په ښاېست پسې دنیا لټوم