...

صاحب شاه صابر

که ستا په سترګو کې د حسن د ځوانۍ نشه ده

زما په زړه کې هم د مینې د مستۍ نشه ده

څه زما مینه پښتنه د چا غرور نه مني

څه مې په سترګو کې ساقي ستا د یارۍ نشه ده

څه ستا د زلفو د بوی څه زما د وینو د رنګ

په هر یو ګل خوره د نوې زندګۍ نشه ده

په دې خیالونو کې د نوي پسرلي خوب دېره دی

په دې سرونو کې د ژوند د ازادۍ نشه ده

چې د صابر د جنون هم اخلي خراج د حسن

ستا په هوښیار نظر کې څومره لېونۍ نشه ده