صاحب شاه صابر
د ژوند خواږه، د درد عذاب غواړمه
په زړه د یار د مخ عتاب غواړمه
د شراني سترګو د حسن په نوم
سرې غوښې زوه کباب کباب غواړمه
د خپل احساس د پرهر خوله پرانېزم
د هغه ښکلي مخ ګلاب غواړمه
تا تهچې ګورمه شراب څه کوم
ته چې ونه وینم شراب غواړمه
اقرار که نه وي نو انکار خودې شي
سوال درنه ، نه کوم جواب غواړمه
ساقي د مینې د مستۍ په جام کې
نه حساب منم نه حساب غواړمه
چې د احساس د زړه زخمونه ویښ کړي
هغه نغمه، هغه رباب غواړمه
صابره ژوند ته چې شوخي ورکوي
هغه غم هغه اصطراب غواړمه